د ايراد د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سامان د څانګې د رپورټ له مخې، په دغه غونډه كښې لياقت تكيم د (د انسانانو په بيدارۍ كښې د قرآن د رول تشريح) په عنوان سره په خپلو ويناؤ كښې په دې بيان سره چې قرآن په ټولو نسلونو او ټولنو كښې د انسان جوړونې په موخه يو كتاب دے، د قرآن محتوا د (خداې پاك د پيژندنې)، ( د خداې سره د انسان د ارتباط) او ( د يوبل سره د انسانانو د ارتباط او تعامل) په دريو محورونو كښې دسته بندی كړ.
دوی هغه غلط تصوير ته په اشارې سره چې لويدیځوال ئې له قرآن څخه وړاندې كوی، ووئيل: لويدیځوال كوشش كوی چې د خپلو اهدافو په لړ كښې، په قرآن كښې په ځينو آيتونو او كلماتو باندې په استناد سره له اسلام څخه يو تريخجن، خشن او له مداره وتلے انځور وړاندې كړی په داسې حال كښې چې قرآن د سولې، اخلاقو او د بيدارولو كتاب دے.
دوی د انسانانو په بيدارولو كښې د قرآن ترټولو مهمه اغيزه د جهالت سره مقابله وبلله او څرګنده ئې كړه: جهل هغه عنوان دے چې قرآن پاك ئې د حق، عدالت، اخلاقو او د صراط مستقيم له لارې څخه د غړيدو لپاره استعمالوی. 1017583