د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د پارليمان د نهمې دورې د سنی رئيسه هيئت غړی ابوالقاسم جراره نن د سورئې د خلكو د وژلې په غندنه كښې د ٢٤٨ نمايندګانو بيانيه ولوستله.
د دغې بيانیې متن داسې دے:
بسم الله الرحمن الرحيم
د ترهګرو له خوا د سورئې د بې دفاع خلكو د وژلې غندنه
د سوریې د حُمص ولايت د (حوله) نومی ښار د مظلومو خلكو وحشيانه وژله، په صبرا او شتيلا كيمپونو كښې د ترهګرو د بې رحمانه جنايتونو رايادونكې او د بشريت د تاريخ په دې پړاؤ كښې د ترهګرانه او ډل وژونكو اقداماتو څرګنده نمونه ده.
د ايران د اسلامی شوری د جرګې د نهمې دورې منتخبانو زياته كړه:د دغه وحشيانه جنايت مسؤله امريكا ده چې پكښې ٣٢ ماشومان ووژل شول، او دغه هيواد پكاردی په سوريه كښې د خپلو نادرستو سياستونو ځواب وركړی.
مونږ د ايران د ستر ولس او د اسلامی شوری د جرګې منتخبان دغه وحشيانه جنايتونه په كلكه غندو او د ملګرو ملتو د امنيت له شورا نه غواړو چې سورئې ته د ترهګرو او د وسلو د واردويدو مخه ونيسی.
1018620