د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد دينی عالمانو او دانشورانو په دغه غونډه كښې د دې مطلب په بيانولو سره څرګنده كړه. اسلام له دهشتګردۍ سره مخالف دے او ورسره هیڅ تعلق نۀ لری ځكه چې د اسلام مبين دين له وژلې او وينه بهيونې سره مخلف دے او دا كار یې حرام بللے دے.
دغه دينی كارپېژاند په دوام كښې وويل: د امريكې سياستدانان دې پكار دی په دې پوه شی چې يوه روځ رارسېدونكې ده چې د نړۍ د مسلمان ولسونه به رابېدار شی او د دوی د پليدو سياستونو په خلاف به راپاڅی او د اسلام بېرغ به په ټوله نړۍ باندې ورپوی او هغې اسلامی بېدارۍ ته په پام سره چې د مسلمانانو ترمېنځ رامنځته شوې ده دغه ورځ ډېره نزدې شوې ده.
1016760