IQNA

د اسلامی هېوادونو دينی عالمانو مذهبی تندلاريتوب وغندۀ

22:36 - May 29, 2012
د خبر لمبر: 2337239
سياسی او اجتماعی ډله: د اسلامی هېوادونو دينی عالمانو او پوهانو ((د تندلاريتوب په مقابل كښې اسلامی نظريه)) نومې نړيوال كانفرنس كښې چې وړمه ورځ د غبرګولی د مياشتې هپ اومه نېټه د روس په پائتخت ماسكو كښې پاې ته ورسېد د يو پرېكړ ليك په صادرولو سره په ټوله نړۍ كښې مذهبی تندلاريتوب او تشدد وغندۀ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې ((د تندلاريتوب په مقابل كښې اسلامی نظريه)) نومې نړيوال كانفرنس د اسلامی علماؤ او د روس له كلتور څخه د ملاتړ د نړيوالې اتحادیې، د روس د اسلامی علومو، ښوونې او روزنې د تنظيم، د دغه هېواد د ((الوسطيه- اعتدال)) د تحقيقاتو او روزنې د مركز او كويت د ((الوسطيه)) نړيوال مركز په نوښت او همكارۍ سره د مذهبی ریډيكل ازم او تندلاريتوب د غندلو په هدف سره وشو.د جهاد، د تكفير د اعلان، خلافت په شان اسلامی عبارتونو په ځاے د ځينو اصطلاحاتو او او واحدې معنې څخه اسفتاده په دغه نړيوال كانفرنس كښې له مطرح شويو نورو بحثونو او موضوعاتو څخه وو.ځكه چې د دغه كانفرنس د جوړوونكو په قول له داسې ډول دينی اصطلاحاتو څخه نن سبا ځينې افراد او ډلې ناوړه استفاده كوی او په روس او ټوله نړۍ كښې یې د مسلمانانو په خلاف تندلاريتوب او تشدد ته د لمن وهلو لپاره استعمالوی.
د د روس د مفتياتو شورا د اطلاع رسونې د كمېټۍ د اطلاعیې له مخې دغه كانفرنس د د هېواد له دننه نه علاوه د كويت، لبنان، مراكش، بحرېن، سوریې، تيونس او د مشترك المنافع خپلواكو جمهوريتونو د اسلامی ، دينی ادارو د مسئولينو او دينی عالمانو او پوهانو په ګډون سره د غبرګولی د روانې مياشتې په شپږمه او اومه نېټه جوړ شو.
1018733
captcha