IQNA

په اسلامی بېدارۍ باندې د امام خمېنی (رح) د افكارو تاثير بيانیږی

22:37 - May 29, 2012
د خبر لمبر: 2337240
سياسی او اجتماعی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د ستر ارواښاد رهبر د رحلت د كليزې په مناسبت د تائيلېنډ په پائتخت بېنكاك ښار كښې په يو كانفرنس كښې چې د غبرګولی د روانې مياشتې په ١٥ نېټه جوړیږی د نړۍ په مختلفو هېوادونو كښې د اسلامی بېدارۍ په رامنځته كېدو باندې د امام خمېنی (رح) د افكارو تاثير بيانیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د ايران د اسلامی انقلاب د ستر ارواښاد رهبر د رحلت د كليزې په مناسبت په دغه غونډه كښې به د امام خمينی (رح) د مسلمانو او غېر مسلمانو مينه والو په ګډون سره په اسلامی بېدارۍ باندې د امام خمېنی (رح) د افكارو تاثير بيان شی.
نوموړې غونډه به سږ كال هم د تېرو كلونو په شان په دغه هېواد كښې د ولايت فقيه د مينه والو د انجمن په همت سره د چولالانكورن پوهنتو په اسلام پېژندنې په ډيپارټمنټ او په بېنكاك ښار كښې د ايران په كلتوری مركزكښې جوړه شی.
د ويلو ده چې د دغې غونډې په حقله به تصويری او اخباری رپوټ وروسته اعلان شی.
1018690
captcha