د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په بحرين كښې د آل خليفه د رژيم عدالت د دغه هيواد د بشری حقوقو د مركز رئيس نبيل رجب د ضمانت په وركولو سره غوشې كړ.
د نبيل رجب مدافع وكيلانو اعلان وكړ: د بحرين محكمې يا عدالت د ضمانت په وركولو د نبيل رجب د آزادولو سره موافقه وكړه او رجب د خپلې محاكمې په وړومبۍ غونډه كښې په ځان باندې لګيدلی ټول تورونه رد كړل.
محكمې په نبيل رجب باندې د په غيرقانونی توګه د خلكو د راغونډولو تور لګولے دے، خو رجب دغه تور رد كړے او ځان ئې بې ګناه وباله.
دوی زياته كړه: د عدالت قاضی د رجب د بندی ساتلو لپاره د هیڅ كوم مدرك د نه لرلو په وجه د ضمانت په وركولو سره د هغه د آزاديدو سره موافقه وكړه، خو رجب د محاكمې د ټولو غونډو تر ختميدو پورې له بحرين نه بهر ته له سفر كولو نه منعه كړې شوے دے. 1019395