IQNA

اسلامی بېداری او د نړۍ د كليدی سنګرونو په فتح كښې د امام خمينی (رح) د پېش بينۍ تحقق

23:09 - May 30, 2012
د خبر لمبر: 2338034
سياسی ډله: داسې ښكاری چې اسلامی بېداری نن د نړۍ د كليدی سنګرونو په فتح او د امام خمينی (رح) د پېش بينۍ تحقق كښې وی، هلته چې هغوی فرمائی: ((اسلام به د خپلې محدودې په دننه او بهر كښې ستر خنډونه پرله پسې لرې او د نړۍ كليدی سنګرونه فتح كړی.))
لس كاله وشول چې په مېنځنی ختیځ كښې بدلونونه د اسلامی بېدارۍ په عنوان سره روان دی، هغه بدلونونه چې له تيونس څخه شروع شول او بيا یې مصر، بحرېن ، لېبيا، اردن، مراكش وغېره په بر كښې ونيول.
خو اسلامی بېداری يوه ناڅاپه چاره نۀ ده بلكې په وروستيو دوه سوه كلونو كښې د مسلمانو متفكرانو او ملتونود ګڼ شمېر تفكراتو، نظرياتو او مجاهداتو نتيجه وه او ده. كه د سيد جمال الدين اسد ابادی تفكرات په ماډرن دنيا كښې د اسلامی بېدارۍ – البته نۀ په دې نامې سره- د شروع ټكے وګڼو نو بې شكه امام خمينی (رح) هم د نظر په ډګر كښې او هم د عمل په ډګر كښې د دغه تفكر په اوج او څوكه كښې شتون لری.
په بله معنا كه د سيد جمال الدين، محمد بن عبده،علامه اقبال لاهوری، د مشروطې علماء، حسن البناء، ابولاعلی مودودی او شريعتی وغېره د اسلامی امت ترمېنځ په لويدیځ پاله او ماډرن نړۍ كښې د اسلامی تشخص د احياء او او اسلامی ارزښتونو ته د ستنېدو په لار كښې وګڼو نو بې له شكه امام خمينی (رح) د دغو ټولو فكری او نظرياتی بدلونونو په هدايت كولو كښې په لوړه سطح او پختګۍ كښې يو څرګند رول ولوبوۀ.
امام خمينی (رح) له شاهنشاهی نظام سره په مبارزه كښې لوړ اهداف په نظر كښې لرل او له پهلوی نظام سره مبارزه د شرق او غرب د سلطې له نظام سره په مبارزه كښې وړومبنے ګام ؤ
د امام هدف له هیڅ جغرفيائی پولې سره محدود نۀ دے او لا ښۀ تعبير سره هغۀ له ايران او اسلامی نړۍ څخه وراخوا د نړۍ له ټولو كمزورو ملتونو څخه د ظلم د رفع كولو او له دوو ابر قدرتونو څخه د هغوی د ازادولو اندېښنه لرله چې دا هم د اسلام او تشيع په تعليماتو باندې د هغۀ د تكيه ښودنه كوی.
همداوجه ده چې امام خمينی به (رح) تل له استبداد سره له مبارزې نه علاوه له استعمار يا استكبار سره په مبارزه باندې تاكيد كوۀ.
له دې نه معلومیږی چې د امام خمينی (رح) په فكری مكتب كښې د ابر قدرتونو په وړاندې تزلزل به د اسلامی نړۍ له ذليلېدو نه علاوه بل څه نتيجه ونلری چې نمونه یې د استعمار په دوران كښې د اسلامی هېوادونو تاريخ ته په رجوع كولو سره څرګنده ده نو ځكه به په اسلامی ټولنو كښې د ازادۍ او خپلواكۍ ته د رسېدو او خپله د خلكو په ذريعې سره د خپلو چارو د مقدراتو په لاسو كښې نيولو لپاره د اسلامی ملتونو يوازېنۍ چاره پاڅون او ټينګ اودرېدل وی.
نو ځكه داسې ښكاری چې ننۍ اسلامی بېداری به د نړۍ د كليدی سنګرونو په فتح او د امام خمينی (رح) د پېش بينۍ تحقق كښې وی.
مهدی مخبری
1018403
captcha