د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې بانو منور په دغه وركشاپ كښې چې د دغه ښار د سلګونو مسلمانو مېرمنو په ګډون سره جوړ شو د اسلام د بركتونو په اړه وويل: د هېوادونو د خلقو نېكمرغی او سعادت په اسلامی تعليماتو باندې د هغوی له عمل او توجه سره تړاو لری.
هغې په دوام كښې وويل: كه مسلمانان غواړی چې د اسلامی ټولنې ټول مسائل او مشكلات ختم شی نو پكار دی په ټولنه كښې د دينی ارزښتونو د ترويج او پراختيا زمينه برابره كړی.
بانو منور په اخېر كښې وويل: سياستدانانو ته پكار دی چې له دين څخه پېروی او د اسلامی كلتور د پراختيا لپاره كار وكړی او رسنيو (مېډيا) ته هم پكار دی چې د معاشرې په افرادو كښې د اسلامی ثقافت او كلتور د خپرولو په زمينه كښې مناسب او اصولی فعاليتونه ترسره كړی.
1019906