د «IINA»نړيوال خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په هندوستان كښې د وړومبی اسلامی كيلينډر او نشرئې خپرونكے ميكزيم نومې رسندوئی شركت، د اسلامی ماركیټنګ يو سلاكار شركت دے چې په دې وروستيو كښې په دغه هيواد كښې جوړ شوے دے. دغه شركت د امريكې د (ډينر سټينډرډ) نومی تحقيقاتی سازمان په همكارۍ سره د هندوستان په ماركیټ كښې د حلال ټورازم د امكان او فرصتونو په هكله د يو تحقيق د ترسره كولو په حال كښې دے.
د ډينر سټينډرډ ماركیټنګ مدير فردوس نومانی اعلان وكړ چې دغه سازمان همغه شان د سنګاپور د (هلال) نومی د رتبه بندۍ شركت په همكارۍ سره په مختلفو هيوادونو كښې د سياحت په صنعت كښې د مسلمانانو د اړتياوړ خدماتو د ارزولو په حال كښې دے. له غوره شويو ١٤ هيوادونو څخه ميكزيم نومې شركت په نورو هيوادونو كښې د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړو هيوادونو د سيلانيانو لپاره د حلال سياحت د فرصتونو د مطالعې او جاجونې په حال كښې دے. 1019895