IQNA

د امام حسين (ع) په پاك حرم كښې د قرآن د حفظ د اوړی دورې پيلیږی

17:25 - May 31, 2012
د خبر لمبر: 2338357
بين المللی ډله: د قرآن كريم د حفظ د اوړی دورې د روانې غبرګولی د مياشتې په ٢١ نیټه په حسينی مقدسې روضې پورې د پيئلی د دارالقرآن الكريم په همت پيلیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حسينی (ع) د سپیڅلی حرم دارالقرآن په يوه خبرتيا كښې اعلان وكړ: د قرآن د حفظ د اوړی په دغو دورو كښې د ګډون لپاره له مينه والو زده كونكو څخه د نومونو ليكنه د روانې مياشتې له پنځمې نیټې څخه پيل شوې ده او د همدې مياشتې تر ١٦ نیټې پورې به دوام ولری.
په دغه خبرتيا كښې راغلی دی: د زده كونكو لپاره د قرآن كريم د حفظ د اوړی دوره به د روانې غبرګولی د مياشتې له ٢١ نیټې نه د حضرت امام حسين (ع) د پاكې روضې په آنګڼ كښې پيل شی.
په حسينی مقدسې روضې پورې پيئلې دارالقرآن الكريم د عرق له فعالو قرآنی مركزونو څخه دے چې په دغه هيواد كښې هركال مختلف قرآنی فعاليتونه ترسره كوی.
دغه قرآنی مركز د خپلو فعاليتونو او قرآنی برنامو په لاره كښې د عراق د دينی علومو د طلابو لپاره د قرآن كريم د سراسری مقابلو وړومبۍ دوره سبا د غبرګولی د مياشتې په ١٢ نیټه په كربلا كښې د حضرت امام حسين عليه السلام د حرم په صحن كښې ترسره كوی. 1019008
captcha