د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Xinhua» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د لبنان وزيراعظم تجيب ميقاتی د يو حكم په صادرولو سره وويل چې د سيمې په هيوادونو كښې د مقدسو مقاماتو له زيارت سره مينه لرونكی لبنانی ښاريز يوازې د هوائی سفرونو له لارې د تګ راتګ اجازه لری او د زمكنيو پولو له لارې سفر به تريوې محدودې مودې پورې منعې وی.
دغه حكم له دې وروسته جاری شو چې يو شمېر لبنانی شيعه زائران په ايران كښې له زيارتی سفر څخه خپل هېواد ته د راستنېدو په وخت په حلب صوبه كښې د شامی شورشيانو لخوا وتښتول شول.
د لبنان وزيراعظم تاكيد كړے دے چې دغه ممنوعيت يوازې د يوې محدودې مودې لپاره عملی كیږی او په نزدې راتلونكو وختونو كښې به زمكنۍ پولې د سيمې هېوادونو ته د زائرانو د لېږلو لپاره خلاصې شی.
1019703