د قم د علميه حوزې د اسلامی تبليغاتو د دفتر د تهران د نمائندګۍ د دفتر مشر د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې په رسانه ای قالبونو كښې د مقدساتو د سپكاوی د علتونو د زيان پېژندنې په باره كښې څرګنده كړه:د مقدساتو د بې حرمتۍ او سپكاوی داستان له سياسی نظر سره مربوط او له مذهبی نظره بالاتر دے. په مختلفو افكارو او نظرياتو كښې د مقدساتو ختمول او د محترمو سپكاوے څه تازه چلند نۀ دے بلكې د رنسانس او له كليسا سره د دښمنۍ له ورځو څخه شروع شو.
حجتالاسلام و المسملين محمدحسين معزی، رئيس دفتر تبليغات اسلامی حوزه علميه قم نمايندگی تهران در گفتوگو با خبرگزاری قرآنی ايران (ايكنا)، درباره آسيبشناسی علل توهين به مقدسات در قالبهای رسانهای ابراز كرد: داستان هتك و توهين به مقدسات مربوط به نگاهی اجتماعی و فراتر از نگاه مذهبی است.
د قم د علميه حوزې د اسلامی تبليغاتو د تهران د نمائندګۍ مشر څرګنده كړه: دا صعودی سفر چې د مسلمانانو د مقدساتو د بې حرمتۍ په نسبت ترسره كیږی په دې دليل دے چې د اسلام دښمنان عقيده لری چې هر هغه تفكر چې هڅوونكے او اثر كوونكے وی او سپېڅلے بنياد او اساس ولری پكار دی سپېڅلتيا یې په هم هغه ابتداء كښې له منځه يوړلې شی چې په داسې صورت كښې به يو عام بشر وګرځی او ورسره به د هر ډول سلوك توجيه كېدې شی.
هغۀ په اخېر كښې وضاحت وكړ چې د فتنې په دې غال مغال كښې چې ځينې د واجب القتل د فتوې د صادرولو په حقله حېرانیږی پكار دی د دغې فتوې د جاری كولو علتونه بيان شی او توجيه كړو چې ولې د معصوم امام توهين كوونكے له اسلام څخه خارج دے . په دين كښې د شتون ضروری شرط په قداست پوهېدل او د دين په قدسيت او سپېڅلتيا باندې اعتقاد دے
1019890