IQNA

د ايران د اسلامی انقلاب اغيزونه د اسلامی نړۍ په ويیښتا كښې ليدل كیږی

22:02 - June 01, 2012
د خبر لمبر: 2338766
نړيواله ډله: د نايجريه يو پوهاند وويل امام خمينی رحمه الله عليه د نړۍ خلكو ته د اهل بيت عليه السلام د مكتب په معرفی كولو كښې تاريخ رول درلود.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له حركت اسلامی ويب پاڼې یې نقلوی چې د نايجريه يو پوهاند بخاری محمد بلوجګا، د حضرت امام خمينی تفكر، ایډيا او نظر نن په ټوله دنيا كښې خپور شوی او امام خمينی ره په نړيوالې ټولنې كښې داهل بيت عليه السلام دمكتب په معرفی كولو كښې مهم او تاريخی رول لوبولی دی .
هغۀ په دې خبرې ټينګار سره چې په تيرو او اوسنيو وختونو كښې په عربی او اسلامی هيوادونو كښې نالايقه واكمنانان داسلام او داهل بيت عليه السلام دلوړ مكتب دحقيقی څيرې دښكاره كيد خنډ شوی دی وويل دعربو او اسلامی هيوادونو ځينو ګوډاګيو مشرانو دمسلمانانو او اسلام په ګټو د خپلو ګټو او هدفونو دپرمخ بيولو لپاره سلطنت يا باچاهۍ ته ترجيح وركړی دی او دغه كار له تير وخت راهسې دوام لرلی او نن هم دغه چاره په سعودی عربستان او بحرين كښې ليدل كیږی .
ښاغلی بخاری محمد بلوجګا‌ د حقيقی اسلام پراساس ديوه حكومت په جوړولو كښې دامام خمينی ره برياليتوب ته په اشارې سره وويل د ايران اسلامی انقلاب په دنيا كښې دتيرو ديرشو (۳۰) كلونو په بدلونونو كښې ستر رول لرلی او دايران داسلامی انقلاب اغيزونه د اسلامی نړۍ په ويیښتا كښې وينوو .
1020349
captcha