IQNA

صديقی: لويدیځ هيوادونه په شام كښې د ترهګرو عملياتو مسول دی

22:02 - June 01, 2012
د خبر لمبر: 2338767
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران دجمعې لمانځه خطيب لويدیځ هيوادونه او ګوډاګی عوامل په سوریې كښې دوروستيو ترهګرو عملياتو مسول وبلل.
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس. د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الالسلام و المسلمين كاظم صديقی په سوریې كښې دترهګرو ډلو جنايتونو ته په اشارې سره وويل لويدیځ هيوادونه چې په سر كښې یې امريكا ده دسيمې دځينو هيوادونو په ملاتړ سره دترهګرو ډولو په و سلو سبنالولو سره دصهيونيسټ رژيم دپياوړی كولو هڅه كوی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب زياته كړه لويدیځ هيوادونه په سوريه هيواد كښې چې داصلاحاتو په لاره روان دی او هلته پارلمان جوړ شوی دی داصلاحاتو دبڼه دخپليدا مخنيوی كوی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی دغه راز دسيمې هغو هيوادونو ته چې دسوریې په كورنيو مسايلو كښې لاسوهنه كوی خبرداری وركړ دخپلو هيوادونو دخلكو دغوښتنې په اپوټه لاره كښې ګام مه پورته كوی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دمصر دولسمشرۍ دانتخاباتو په اړه وويل دانتخاباتو دوهم (۲)پړاو ته دحسنی مبارك دنسكورشوی رژيم داخری لومړی وزير احمد شفيق لاره موندل پوښتنه رامينځته كونكی او دمصر په انتخاباتو كښې دنورو هيوادونو دلاسوهنې نښه ده .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب په دې خبرې سره چې دمصر دخلكو درايو په اخوا ديخوا كولو كښې دسعودی عربستان لاسوهنې پريكنده دی دمصر اسلامپال كانديد ته سپارښتنه وكړه چې دولسمشرۍ دانتخاباتو دوهم پړاو جدی واخلی او خلكو ته دجامعو او ښو پروګرامونو په وړاندې كولو سره دمصر دخلكو په رايو كښې دلويدیځو هيوادونو دلاسوهنې مخه ونيسی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب كاظم صديقی دغه راز دايران داسلامی جمهوريت دبنسټګر حضرت امام خمينی ره ددرويشتم (۲۳)تلين په درشل كښې امام خمينی ره ددين ، انسانی كرامت او له دين سره دخلكو دپيوند ژوندی كونكی وباله .
هغه وويل حضرت امام خمينی ره دسياسی اسلام ، اسلام جهاد او اسلام شجاعت، پرهيزګارۍ او عرفان بشپړه بيلګه وړاندې كړه او ویې ښودله چې ولايت فقيه د فقاهت، معرفت او زړورتيا ولايت دی .
1021549
captcha