د ايران د نيشابور ولسوالۍ د اسلامی كلتور او ارشاد د ادارې رئيس او د حضرت امام خمينی (رح) د رحلت د كليزې د نمانځنې د كمیټې او د اطلاع رسونې او تبليغاتو د كمیټې مسئول سيداحمدقلندری د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د مشهد د څانګې سره په مركه كښې په دې بيان سره چې امام خمينی(رح) د اوسنۍ پیړۍ معجزه ده او نن سبا رامينځته شوې اسلامی بيداری، د امام (رح) د پرونی پيغام ثمره او ميوه ده چې د شهيدانو په سرشيندنو او وينو سره ترلاسه شوه، ووئيل: مونږ پكار دی تل د ولايت فقيه ملاتړی واوسو چې دغه مهم د مقدسې دفاع په وختو كښې ثابت شو او خلك په الهی لطف او مهربانۍ باندې په توكل او د ولايت فقيه څخه په ملاتړ سره په تش لاس، له سره تر پښو پورې د مسلح دښمن په وړاندې ودريدل او اوس مو هم د ولايت د معظم مقام په مشرتابۀ سره په نړۍ كښې اسلامی بيداری خوره كړې ده.
دوی څرګنده كړه: د انقلاب ستر نعمت د اسلام د دين د ژوندی كونكی په توګه د حضرت امام خمينی (رح) په وجود او د شهيدانو په سرې وينې سره ترلاسه شوے او نن سبا د ايران مقدس اسلامی جمهوری نظام د حضرت خامنه ای په حكيمانه رهبرۍ سره د اسلامی بيدارۍ د سيمبول په توګه په بين المللی ډګر كښې يو ډير زيات مترقی نظام دے چې نن سبا زمونږ وظيفه او دنده د اسلامی ټاټوبی د راتلونكی جوړونكو ته د بصيرت بخښنې او بصيرت وركونې مسئله ده. 1022247