د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په مركزی ولايت كښې د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر او ولی فقيه نماينده آيت الله دری نجف آبادی پرون د ايران د اسلامی انقلاب د ستر بنسټ ایښودونكی حضرت امام خمينی (رح) د رحلت په مراسمو كښې چې د اراك په امام خمينی(رح) نومې علميه حوزه كښې ترسره شول، د حضرت امام خمينی(ح) او د ١٣٤٢ كال د غبرګولی د مياشتې له ١٥ نه د روان كال د غبرګولې تر ١٥ نیټې پورې ګران قدرو شهيدانو ياد او خاطره ونمانځله.
دوی ووئيل: د اسلامی ښار ټولو شهيدانو د حضرت امام خمينی (رح) د پاڅون په رڼا كښې دا ايثار او سرشيندنه پيل كړې او په دغه لاره كښې ئې ګام پورته كړے دے او د ارواښاد امام له بركته ډك دسترخوان نه يوازې په ټول ايران كښې بلكې له بحرين او فلسطين نه واخلې د نړۍ تر هغو ټولو سيمو پورې غوړيدلے دے چې پكښې خلكو د حق، قرآن او د اسلامی امت د ژغورنې لپاره پاڅون كړے دے.
آيت الله دری نجف آبادی په دوام كښې د رجب د مياشتې د بركتی ورځو او په دغه مياشت كښې د حضرت امام علی عليه السلام د نيكمرغه ميلاد د كليزې دنمانځنې په ترڅ كښې څرګنده كړه: حضرت امام علی عليه السلام د خاتم الانبياء حضرت محمدمصطفی صلی الله عليه وآله وسلم نه پس د ټول عالم دويم ستر شخصيت او د خدای پاك(ج) د پراخ لطف او كرم سمندر دے چې خدای پاك په خپله وفرمايل: د رحمت عالمين نازل كړے مقال د حضرت علی(ع) وجود دے. 1022834