د «SANA»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان امل نومی اسلامی غورځنګ په دغه بيانيه كښې له لبنان څخه د طرابلس د بيلولو او د دغه هيواد په شمال كښې د يوې خودمختارې برخې د جوړولو لپاره د ځينو ډلو د كوششونو په نسبت په خبرداری سره دغه طرحه د سورئې د ترهګرو او كورنيو وسله والو ډلو په مشاركت او ملګرتيا سره د بهرنيو دښمنانو دسيسه وبلله.
د دغې بيانیې په يوه بله برخه كښې راغلی دی: د لبنان د شمال پیښې يوازې د صهيونيسټی رژيم په ګټه دی چې كوشش كوی د خلكو ترمينځ د تفرقې او فتنې په اچولو، د نفاق د اور په غرغنډه كولو او د لبنان كورنيو ناآراميو ته د لمن په وهلو سره له موجوده حالاتو او شرايطو څخه ناوړه استفاده وكړی.
همداراز د لبنان امل نومی اسلامی غورځنګ په پائې كښې په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې د لبنان د ځينو كورنيو ګوندونو فعاليتونه چې يوازې د خپلو شخصی او ګروهی ګټو په لټه كښې دی، د صهيونسټی رژيم سره مرسته ده، ووئيل: داشان اقدامات به د صهيونسټی رژيم سره مرسته وكړی چې د نيواكی ځمكو د پراخولو او په اسلامی خاورو باندې د سلطې لپاره خپلو قدرت غوښتونكو اهدافو ته لاس پيدا كړی. 1023857