IQNA

په اسلام آباد كښې د قرآن د ترجمې بين المللی كانفرنس ترسره كیږی

20:29 - June 08, 2012
د خبر لمبر: 2342126
بين المللی ډله: د پاكستان د پلازمينې اسلام آباد نړيوال پوهنتون اراده لری چې د سږ كال د دلوې يا سلواغې په مياشت كښې د قرآن د ترجمې او ژباړې په موضوع سره يو بين المللی كانفرنس ترسره كړی.
د پاكستان آبزرور ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: (په براعظم كښې د قرآن د ترجمې مشكلات) نومې كانفرنس د پاكستان د بين المللی اسلامی پوهنتون د عربی ژبې د څانګې، د اسلامی تحقيقاتو د مؤسسې او د خبرواترو او تحقيق لپاره د اقبال بين لمللی موسسې (IRD) له خوا په ګډه توګه ترسره كیږی.

د پاكستان د بين المللی اسلامی پوهنتون مسئولانو پرون په يوه غونډه كښې د سږ كال په سلواغې مياشت كښې د دغه كانفرنس د لاښه ترسره كولو لپاره د لازمو اقداماتو په هكله بحث او د نظر تبادله وكړه.
په براعظم كښې د قرآن د ترجمې مشكلات او ستونزې نومی كانفرنس ته لیږل شوې مقالې به په اردو، عربۍ او انګريزۍ دريو ژبو باندې وړاندې شی. 1025034

captcha