IQNA

د مسلمانانو پرخلاف د بلجيم د دولت نژادپال كړچارونه

20:56 - June 09, 2012
د خبر لمبر: 2342990
بين المللی ډله: په عمومی مركزونو او ښوونځيو كښې د اسلامی پردې له ممنوعيت او په بس سټاف باندې د سترناكې ميرمنې د وهلوډبولو نه پس، د بلجيم پوليسو بيا هم د مسلمانانو د ځپنې دوام او نيولو ته بډې راكښلې.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په بلجيم كښې په يو بس سټاف كښې د يوې سترناكې ښځې د وهلوډبولو او نيولو نه پس د مسلمانو ښاريزو يوه ډله د پوليسو د مركز مخې ته راغونډه شوه او د دغې سترناكې ميرمنې د آزادولو غوښتنه ئې وكړه چې دغه اعتراض د پوليسو د دخالت له امله په شخړې بدل شو.
له دغې پیښې وروسته د بلجيم اسلامی ارګانونو او تنظيمونو ميدان ته راودانګل او په پوره قدرت سره ېې په چټی پلمو د مسلمانانو ځپنه او د دينی اعتقاداتو په دليل د هغوی نيونه وغندله، خو خبره په دې ځائې ختمه نه شوه او د بلجيم امنيتی ځواكونو د دغه هيواد د يو ډير ستر اسلامی ارګان رئيس د هغۀ څه په وجه جې تندلاريتوب ئې ورته ووايه، ونيوۀ څو يوځل بيا ثابت كړی چې دينی خبرې اترې او مسامح تش له يو شعار نه زيات څه نه دی. 1025404
captcha