IQNA

د بحرين د خلكو د پاڅون په حمايت كښې د كاناډا د خلكو تجمع

20:56 - June 09, 2012
د خبر لمبر: 2342991
بين المللی ډله: د كاناډا د مونټرال ښار يوه ډله خلكو پرون مازدیګر د بحرين د خلكو له پاڅونه د حمايت د ښودلو په موخه د دغه ښار په اصلی چوك كښې تجمع وكړه.
د «canoe»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه راغونډيدنه كښې چې (د بحرين سره د پيوستون) په نامه ترسره شوه، ګډون كونكو په لاسونو كښې د بينرنونو په اوچتولو سره د آل خليفه د رژيم په لاس د بحرين د خلكو د پاڅون ځپنه وغندله.
دغه اعتراضی غونډه په ځائی وخت د مازدیګر په شپږ بجې د مونټرال ښار په ډورچسټر نومی چوك كښې پيل شوه او د دغو مظاهرو د غيرقانونی والی په اړه د پوليسو د خبرداری باوجود، ګډون كونكو د دغه ښار په سړكونو باندې خپل حركت جاری وساته.
دغه اعتراضی غونډه د پوليسی ځواكونو سره د ګډون كونكو له نښتې پرته پائې ته ورسيدله. 1025779
captcha