IQNA

په ټولنيزو ويب سائیټونو كښې د حسنی مبارك د مړينې خبر خپور شو

23:35 - June 10, 2012
د خبر لمبر: 2343857
بين المللی ډله: په داسې حال كښې چې رارسيدلی زياتره خبرونه د مصر د څنګته كړې شوی ډيكټاټور د خراب جسمانی حالت بيانونكی دی، د ټولنيزو شبكو يو شمير فعالانو نن سهار د قاهرې په (طره) نومی روغتون كښې د هغۀ د مړينې خبر وركړ.
د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ټولنيزو شبكو يو شمير استعمالونكو اعلان وكړ: د مصر څنګته كړې شوے ډيكټاټور څو ساعته مخكښې د طره نومی جيل په روغتون كښې مړ شو او د هغۀ د مرګ خبر تراوسه پورې په رسمی توګه نه دے خپور شوے.
د مصر سياسی فعال او د دغه هيواد د (ټولنيز ډيموكراټيك) ګوند غړی طارق العوضی هم په فيس بك سائیټ كښې په خپله شخصی صفحه كښې د مبارك د مرګ د خبر په تائيدولو سره ټينګار وكړ: رارسيدلے خبر وائی چې حسنی مبارك څو ګينټې وړاندې په طره نومی زندان كښې وفات شوے دے او د دۀ د مړينې رسمی خبر به څو ساعته پس خپور شی.
د طارق العوضی له خوا په فيس بك كښې د مبارك د مرګ د خبر خپريدو يولړ لانجې رامينځته كړې دی او د فيس بك او ټویټر سائیټونو فعالانو له دۀ څخه غوښتی دی چې په خبر پورې اړوندې اصلی سرچينې دې ذكر كړی.
د مبارك د مړينې خبر په داسې حال كښې خپور شوے دے چې د حسنی مبارك د طبی ټيم رپورټ وائی چې دۀ مغزی سكته كړې ده. 1026285
captcha