د «OCI»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: اكمل الدين احسان اوغلو پرون په يوه غونډه كښې د فلسطين د مسئلې په اړه د فرانسې د نوی ولسمشر فرانسوآ اولانډ څرګندونې او په رسميت باندې د دغه هيواد د پيژندلو په لازموالی باندې د هغۀ ټينګار وستايه.
د اسلامی همكارۍ د سازمان عمومی منشی دې ټكی ته په اشارې سره چې د فرانسې دولت او ولس تل په فلسطين كښې د سولې او آرامښت د رامينځته كيدو پلوی وو او دی، ټينګار وكړ: د فرانسې حكومت د اسرائيلو د رژيم په وړاندې د يهودی ميشتو ښارګوټو د پراختيا د مسئلې په وړاندې تل روښانه دریځونه غوره كړی او د دغو اقداماتو سره ئې خپل مخالفت اعلان كړے دے.
دوی همداراز هيله څرګنده كړه چې د فرانسې نوے حكومت د اروپا د اتحادئې د نورو هيوادونو سره يوځائې، په مينځنی ختیځ كښې د سولې او امنيت د ټينګولو لپاره كوششونه جاری وساتی.
احسان اوغلو په پائې كښې يوځل بيا د ملګروملتو په سازمان كښې فلسطين د خپلواك هيواد په رسميت پيژندلو باندې تاكيد وكړ.
د وئيلو ده چې د فرانسې جمهوررئيس فرانسوآ اولانډ د جمعې په ورځ مازدیګر په اليزه ماڼۍ كښې د فلسطين د كورواكو تشكيلاتو د رئيس محمود عباس سره په ګډه خبری ناسته كښې ووئيل: پكار دی پوره هڅه او كوشش وشی چې د فلسطينی خپلواك حكومت د جوړولو زمينه برابره شی. 1026326