IQNA

په پاكستان كې د شيعه ؤ زوارانو په بس حمله وشوه

22:53 - June 12, 2012
د خبر لمبر: 2345553
نړيواله ډله: دپاكستان په كویټه ښار كې د دوشنبه په ورځ د جون په يولسمه نیټه د شيعه زوارانو په بس يوه ترهګره حمله وشوه چې له امله یې دوه كسان مړه او پينځه ويشت ژوبل شول په زخميانو كې ماشومان او ښځې هم تر سترګو كیږی.
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له تيبون و رځپاڼې یې نقلوی چې دا پیښه هله وشوه چې كله د سړك څنګ ته په يو ساييكل كې بم وچاده چې نږدې تيريدونكی بس پكښې راګير شو.
د امنينی ځواكونو وينا په مطابق دا بم د ريموټ كنټرول واله ؤ او پوليس د دې خبرې پلیټنه كوی كوم بس چې حمله وشوه په دې كې شيعه زوران زيارت لپاره ايران ته روان وو.
۱۰۲۸۱۰۹
captcha