د العالم خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: نن سهار په بغداد كښې د امام كاظم(ع) د حرم د زيارت كونكو په لاره كښې د چاودنې له امله ٩ تنه شهيدان او ٣٧ هم زخمی شول.
د عراق يوې امنيتی سرچينې هم اعلان وكړ: نن سهار يو بم ایښودل شوے موټر د كربلای معلی ښار په مركز كښې وچاوديد چې د دغې چاودنې له امله ٣ تنه شهيدان شوی او ١٥ كسان زخمی شول. د عراق امنيتی ځواكونه د پیښې له ځائې څخه د زخميانو او د شهيدانو د جنازو د وړلو په حال كښې دی.
يو بل خبر هم وائی چې نن سهار د «حله»، «صلاحالدين»، موصل»، «الكوت» او «كركوك» ښارونو په ګڼه ګوڼه لرونكو سيمو كښې بم ایښودل شوی ګاډی وچاوديدل.
دغه چاودنې په داسې حال كښې رامينځته كیږی چې د امام موسی كاظم(ع) د شهادت د كليزې په درشل كښې په عراق كښې دسخت امنيتی تدابير غوره شوی دی او د زيارت كونكو د امنيت د تامينولو لپاره ٣٣زره امنيتی ځواكونه ګمارل شوی دی.
1029373