IQNA

د وهابی تفكر د پراختيا لپاره د عربستان هڅه

17:39 - June 14, 2012
د خبر لمبر: 2346670
بين المللی ډله: د الانوار نومې مصری ورځپاڼې مشرمنشی د عربستان په لګښت او د آل سعود په ملاتړونو سره نه يوازې د سيمې په هيوادونو بلكې په ټوله نړۍ كښې د وهابی تكفيری تفكر د پراختيا لپاره د خطرناكې طرحې د شتون خبر وركړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د الانوار مصری ورځپاڼې مشر منشی عادل الجوجری د العالم خبری چينل سره په مركه كښې خبردارے وركړ چې وهابی تكفيره تفكر نه يوازې سيمه بلكې ټوله نړۍ ګواښی.
الجوجری په سيمه كښې د وهابی تكفيری تفكر د پراختيا هدف د عربی هيوادونو كمزوری او عربستان ته د انقلاب د نفوذ مخنيوې او د اسلامی بيدارۍ له څپې څخه د رياض مصونيت وباله څو دغه هيواد د صهيونيسټی رژيم په ملګرتياسره په يوازې سر د سيمې په قدرت باندې بدل شی چې همهغه د امريكې غوښتنه ده.
دوی هغو تماسونو او رابطو ته په اشارې سره چې د وهابی تكفيری بهير سره د مقابلې لپاره له مختلفو هيوادونو څخه د يو نړيوال تنظيم د جوړولو لپاره روان دی، څرګنده كړه: دا مسئله نړيواله مسئله ده او يوازې په اسلامی يا د سيمې په هيوادونو پورې نه محدودیږی ځكه چې وهابی تفكر د ترهګرو سازمانونو او تنظيمونو سره اړيكه لری چې د نړۍ ټول خلك ګواښی.
الجوجری ووئيل: د نړۍ داسې سيمه نشته چې پكښې د اسرائيلو د حملو آثار نه ليدل كیږی او يا پكښې د اسرائيلو او د امريكې د خدمت په لړ كښې د يوشمير طرحو د اجرا كيدو كتونكی نه يو. 1029019

captcha