د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، نن د ۱۴۳۳ هجری قمری كال د رجب د مياشتې ۲۵ او د ۲۰۱۲ ميلادی كال د جون د مياشتې ۱۶ نیټه ده چې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله د يوه ګران لمسی حضرت امام موسی كاظم عليه السلام د شهادت له كليزې سره سمون خوری.
د دنيا د شيعه مسلمانانو اووم (۷) امام حضرت امام موسی كاظم عليه السلام په ۱۲۸ هجری قمری كال كښې د صفرې د مياشتې په ۷ نیټه مدينې ښار ته نږدې په ابوا سيمه كښې وزیږيد او د خپل ګران پلار حضرت امام جعفر صادق عليه السلام له شهادت وروسته په شل (۲۰)كلنۍ كښې یې تر پينځو ديرشو (۳۵) كلونوپورې داسلامی امت دلارښونې كار پر غاړه واخيست .
حضرت امام موسی كاظم عليه السلام د۱۸۳ هجری قمری كال درجب دمياشتې په ۲۵ نیټه په ۵۵ كلنۍ كښې دعباسی ظالم و اكمن هارون الرشيد په حكم هغه ته دزهر وركولو په خاطر شهيد كړی شوی او دهغه حضرت زيارت دعراق په كاظمين ښار كښې دی .
دټول اسلامی ايران خلكو دامام موسی كاظم عليه السلام دشهادت په شپه په امامباړو او مذهبی ځايونو كښې په شتون سره وير وكړ او نن هم دوير او ماتم دستورې كیږی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس د پښتو څانګه د حضرت امام موسی كاظم عليه السلام د شهادت په مناسبت ټولو مسلمانانو په تيره بيا دنړۍ ازادی غواړو ته تسليت وايی .
1030316