د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پراساس، چې له العالم ييی نقلوی چې د بحرين د ترټولو ستر سياسی غړې او سياسی فعال وويل چې د بحرين ملت به له خپلو غوښتنو لاس وانه خلی او خپلو اعتراضونو ته به دوام وركړی.
ښاغلی يحيی الحديد وويل دبحرين دخلكو انقلاب به دهغوې دغوښتنو تر پوره كيدا پورې دوام ولری او ال خليفه ديكتاتور رژيم دهغو ټولو تاوانونو مسول دی چې بحرين ته رسیږی .
د بحرين په زرګونو خلكو پرون په الدراز سيمه كښې د بندونو د ماتولو په شعار سره د ال خليفه ديكتاتور رژيم په زندانونو كښې د سياسی شخصيتونو د دفاع لپاره مظاهرې وكړې.
د بحرين عسكرو د مظاهره چيانو د تيت پرك كولو لپاره ډزې و كړې او زهرجن او اوښلن ګازونه او ګيسونه یې استعمال كړل.
د بحرين خلكو له تير ميلادی كال راهسې سوله ايز انقلاب پيل كړی خو دبحرين ديكتاتور ال خليفه رژيم عسكر دسعودی عربستان دپوځيانو په مرستې سره انقلابيان په سخته ځپلی ، وژلې او ژوبل كړی یې دی او حتی حكومتی عسكرو تراوسه په لسګونو جوماتونه ړنګ كړی او هلته یې قران مجيدونه هم سوزولی دی .
د بحرين خلك د ديكتاتور رژيم د ختميدا او د انتخاباتو د ترسره كيدا او د يوه ولسی حكومت د جوړيدا غوښتنه كوی .
امريكا د بحرين د خلكو د ځپلو لپاره سعودی عربستان او بحرين رژيمونو ته پوره پوره اجازه وركړی ده او امريكا دبحرين حكومت ته وسلې وركوی.
1030630