IQNA

په تيونس كښې د اسلامی مقدساتو د حرمت د سپكاوی پرخلاف مظاهرې

23:55 - June 16, 2012
د خبر لمبر: 2348026
بين المللی ډله: په تيونس كښې د اسلامی مقدستاتو د سپكاوی كونكی نندارتون د ترسره كيدو نه پس د دغه هيواد د تطاوين نومی ښاريز يوه ډله خلكو پرون مظاهرې وكړې.
د «tunisienumerique» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د تطاوين ښار خلكو د تيونس د پلازمينې په ٢٥ كيلومیټرۍ كښې په (المرسی) ښار كښې د اسلامی د سپكاوی كونكو هنری فن پارو او آثارو په نندارتون باندې په اعتراض كښې مظاهرې وكړې.
په دغه اعتراضی لاريون كښې ګډون كونكو په دې بيان سره چې د داسې يو نندارتون ترسره كول چې پكښې د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) او د مسلمانانو سپكاوے وشی، په هیڅ وجه د منلو نه دی، ټينګار وكړ: تيونس يو اسلامی هيواد دے او مسلمانان د اسلامی مقدساتو د حرمت د سپكاوی په ليدلو سره غلی نشی كښيناستلې.
مظاهره چيانو همداراز د شعارونو په وركولو سره د تيونس له حكومته وغوښتل چې د اسلام د سپكاوې كونكو اقداماتو سر مقابله وكړی او اجازه دې ورنكړی چې د اسلام د مبين دين اررزښتونه د هيواد ځينو كورنيو ډلو د حملې هدف وګرځی. 1030668

captcha