د ملائيشيا د (Bernama)خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی سوداګرۍ بين المللی نندارتون د ايران، برونائی، چين، قزاقستان، مصر، تائيوان، تركیې، ازبكستان، سورئې او د كوربه هيواد په ګډون سره د ترسره كيدو په حال كښې دے.
ايران د ٦٠ شركتونو او كارخانو په شتون سره په دغه نندارتون كښې د ګډون ترټولو زياته اندازه لری.
دغه نندارتون به په كوټ بهارو نومی ښار كښې په سلطان محمد نومی سټیډيم كښې د يوې اونۍ په موده دوام ولری. 1030765