IQNA

په تركې كې د حضرت فاطمہ ﴿ع﴾ اخلاقی فضايل وڅیړلې شو

6:28 - June 17, 2012
د خبر لمبر: 2348127
سياسی او ټولنيزه ډله: د تركی په الازيق ښار كې د انجمن وحدت كلتوری او تعليم لخوا په يو سيمينار كې د حضرت فاطمہ ﴿ع﴾ اخلاقی فضايلو رڼإ واچول شوه.
د ايران د قران نړيواله خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې جنوبی او لويدیځې ايشيا څانګې یې نقلوی چې د جون په ديارلسمی نیټی تر سره شوی دې سيمينار كې په تركې كې په دينی چارو كې فعالو ښځو د بی بی فاطـمه زهرا سلام الله عليها د مبارك سيرت او اخلاقی فضايلو د پيروی په كولو ټينګار وكړ.
د ويلو ده چې په سيمينار كې د ښځو برخې مشره ميرمن حاتون پولات وويل چې د نوی نسل ښځو ته پكار دی چې له هر څه وړاندې د بی بی زهرا سلام الله عليها په صورت د پيغمبراكرم صلی الله عليه واله په شان تربيت د حاصلولو لپاره خپله بيلګه وګرځوی.
1031125

captcha