IQNA

احمدی نژاد: ايران د مصر د ملت د عدالت او ازادی غوااړو غوښتنو ملاتړ كوی

16:14 - June 17, 2012
د خبر لمبر: 2348813
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر احمدی نژاد ايران د خپلواكی او تل پاتې عدالت په برخه كې د مصر ملاتړی هيواد معرفی كړ.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې ولسمشر د خبر رسونې د مركز یې نقلوی چې ښاغلی احمدی نژاد نن د مصر د انقلاب د قربانيانو له كورنيو سره د ليدنې پرمهال په تهران كې وويل چې د مصر ملت د عدالت او ازادی غوښتنې په لور د حركت په برخه كې له ټولو ملتونو مخكښ دی او د ايران اسلامی جمهوريت به د دغو موخو د پرځایښت لپاره له مصريانو ملاتړ وكړی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د ايران او مصر په تاريخی اړيكو ټينګار وكړ او زياته یې كړې چې ايران ترخپله وسه د مصر د ملت د اړتياوو د پوره كولو لپاره پوره چمتووالئ لری ځكه چې د مصر پرمختګ خپل او د ټولو ازادی غواړو ملتونو پرمختګ بولی
دغه راز احمدی نژاد په منځنی ختیځ سيمه كې د ټولو ستونزو راولاړونكی صهيونسټ رژيم او نړيوال استكبار وباله اوزياته یې كړه چې همدا اوس لويدیځ هيوادونو د مسلمانانو د تيليزو سيمو څخه د۱۵۰۰ ميليارده ډالرو په ارزښت ګټه پورته كوی او له هغه څخه د خپلو ستونزو او اړتياووپه پوره كولو كې استفاده كوی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر دغه راز وويل د سيمې ملتونه به هغه مهال بشپړې خپلواكی ته ورسیږی چې له سيمې څخه د صهيونست رژيم ریښې له وويستلې شی او د سيمې ټول ملتونه په يوه غږ پوره اتحاد او اتفاق سره په دې برخه كې ګام اوچت كړی.
ښاغلی احمدی نژاد ټينګار وكړ چې د ايران او مصر دوو ملتونو همڅنګی كيدل په سيمه كې د صهيونست رژيم د جرړو په ويستلو كې مهم رول لوبولئ شی
1031670
captcha