IQNA

د ايران د اسلامی جمهوريت د قرآن بين المللی مقابلې نن مازدیګر پيل شوې

21:53 - June 17, 2012
د خبر لمبر: 2348939
د قرآنی كارونو ډله: د ايران د قرآن كريم د بين المللی مقابلو ٢٩ دوره نن مازدیګر په تهران كښې د حجت الاسلام محمدی ګلپایګانی، د اسلامی هيوادونو د يوشمير وزيرانو او سفيرانو، قاريانو، حافظانو او د هيواد د قرآنی او فرهنګی مسؤلانو په شتون سره پيل شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د اسلامی جمهوريت د قرآن كريم د نړيوالو مقابلو ٢٩ دوره نن مازدیګر په تهران كښې د اسلامی ايران د لوړ رتبه چارواكو په شتون پيل شوه.
د دغو سياليو افتتاحيه مراسم نن مازدیګر ٥ بجې د حجت الاسلام محمدی ګلپایګانی، د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د رئيس، د ايران د ارشاد او كلتور د وزير، د پارليمان د ځينو نمايندګانو، د اسلامی هيوادونو د سفيرانو او د هيواد د قرآنی او فرهنګی چارواكو په شتون سره په تهران كښې ترسره شول.
د سياليو او مقابلو دا دوره د ګډون كونكو له لحاظه يو ريكارډ دے، داشان چې په دغو مقابلو كښې له ٦٥ اسلامی او غيراسلامی هيوادونو څخه ګڼ شمير استازی برخه اخلی او د زياترو كارپوهانو له نظره د دغو مقابلو ځانګړتيا، د نړۍ له ٥ براعظمونو څخه د مقابله كونكو ګډون او شتون دے. 1031661

captcha