د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپائی څانګې د رپورټ له مخې: دغه اسلامی مركز به د اهل بيت(ع) د نړيوال تنظيم په همكارۍ او د مشهور دينی عالم حجت الاسلام نقويان په كوربه توب سره د فنلينډ د شيعه مسلمانانو لپاره د يو ځانګړی جشن د مراسمو د ترسره كولو كوربه وی.
ټاكل شوې ده چې حجت الاسلام نقويان به په هغه جشن كښې چې د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د بعثت او د شهيدانو د سالار حضرت امام حسين(ع) د نيكمرغه زوكړې د كليزې په مناسبت د دغه مركز په فاطمه زهراء(س) نومی جومات كښې ترسره شی، د ګډون كونكو لپاره د پروګرام د موضوع په اړه وينا وكړی.
د وئيلو ده چې د فنلينډ د رسالت اهل بيت(ع) اسلامی مركز په (www.resalat.fi) انټرنیټی ایډريس سره د دغه هيواد د شيعه مسلمانانو يوازنې رسمی مركز وو چې تير كال ئې د حضرت فاطمه زهرا(س) د زوكړې په كليزه كښې په هلسينكی ښار كښې د اسلام د دغې بزرګوارې بی بی په نامه د شيعه مسلمانانو لپاره وړومبې جومات جوړ كړ. 1029313