IQNA

محمد المرسی د ولسمشرۍ ټاكنې ګټلی دی

5:54 - June 20, 2012
د خبر لمبر: 2350262
نړيواله ډله: د مصر د ټاكنو لوړی كمیټې وويل ، ددغه هيواد څخه بهر په نورو هيوادونوكښې د ولسمشرۍ د ټاكنو پايلې ددې ښودنه كوی چې د اخوان المسلمين كانديدا محمد المرسی له دری لكو رايو څخه څه دپاسه دوه نيم ليكه رایې ګټلی او د حسنی مبارك د رژيم له لومړې وزير احمد شفيق چې او نيم زره رایې ګټلی دی مخكې دی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس ، چې له العالم چينل یې نقلوی چې د دغه خبر له مخې له مصر په نورو هيوادونوكښې مصريانو څخه په دريوو كښې دوخه رایې محمد المرسی ته وركړل شوی دی.
همدغه راز غير رسمی شميرنې وایې چې محمد المرسی۵/ ۵۲ سلنه رایې ګټلی او ولسمشر دی.
دا په داسی حال كښې دی چې دغه چاره د قاهراو تهران د اړيكو د پراختيا لامل كيدلای شی.
د ايران د اسلامی شورا د ملی آمنيت او بهرنې سياست د كميسون مشر علا الدين بروجردی وويل كه محمد المرسی ولسمشر شو او په رښتيا واګې د ولسمشر په لاس كې وی نو د تهران او قاهری اړيكې به وده وكړی .
نوموړی د پوځی شورا لخوا دمصر د پارلمان ړنګولو ته اشاره وكړه او ویې ويل دغه چاره د ډيموكراسۍ اصل ته ګوزار ؤ .
1033004
captcha