IQNA

د قرآن كريم د بين المللی مقابلو ٢٩ دوره پائې ته ورسيدله

23:50 - June 23, 2012
د خبر لمبر: 2352698
د قرآنی كارونو ډله: د قرآن كريم د بين المللی مقابلو ٢٩ دوره بیګا د اختتاميه مراسمو په ترسره كيدو او د غوره كسانو په معرفی كولو سره پائې ته ورسيدله.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د قرآن كريم د بين المللی مقابلو نهويشتمه دوره تيره شپه د اختتاميه مراسمو په ترسره كولو او د مقابلو د دې دورې د قرائت او د ټول قرآن كريم د حفظ په برخو كښې د غوره كسانو په معرفی كولو سره پائې ته ورسيده.
د دغه رپورټ له مخې: دغه مراسم د ايران د اسلامی جمهوريت د ملی سرود يا ترانې په خپرولوسره پيل شول، بيا د مقابلو په دغه دوره كښې د كلام الله مجيد د قرائت د برخې ګټونكی كس د ايران قاسم مقدمی د قرآن كريم يوشمير آيتونه تلاوت كړل.
د دغو مراسمو په دوام كښې د قرآن كريم د بين المللی مقابلو په ٢٩ دوره كښې د ترسره شويو فعاليتونو يو وركوټے فلم خپور شو، بيا د ټول قرآن كريم حافظ او د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د نهويشتمې دروې د حفظ د برخې وړومبی كس حسين معتمدی د قرآن پاك يوشمير آيتونه قرائت كړل.
د ايكنا رپورټ وائی چې په دوام كښې د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د نهويشتمې دورې د قرائت او د ټول قرآن د حفظ د څانګو غوره كسانو ته انعامونه وركړې شول او همداراز د مصر د تكړه قاری احمد احمدنعينع له خوا د كلام الله مجيد د يوشمير آيتونو تلاوت د دغو مقابلو وروستۍ برخه وه.
1035375

captcha