د جمهوری رياست د اطلاع رسونې دسائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی ايران جمهوررئيس محمود احمدی نژاد نن سهار په كاراكاس كښې د ونزويلا د جمهوررئيس هوګوچاؤز د رسمی هركلی په مراسمو كښې په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې په نړۍ كښې د امپرياليزم د نابوديدو نښې نښانې څرګندې شوې دی، زياته كړه: د ايران ولس د امپريالزم د دباؤنو په وړاندې د وينزويلا د ولس د دريدنې په قدرولو سره، د دغه هيواد د خلكو سره په دوستۍ باندې وياړ كوی.
احمدی نژاد په دې بيان سره چې ايران به تل د ونزويلا د ولس ترڅنګ ولاړ وی، زياته كړه: جغرافيائی فاصله او واټن به هیڅكله د ايران او ونزويلا ترمينځ په يوه واحده جبهه كښې د پيوستون، همكارۍ او حركت مخه ونه نيسی.
د ونزويلا جمهوررئيس هوګوچاوز هم د ايران اسلامی جمهوريت، په بين المللی ډګر كښې د يو اغيزمن او اهميت لرونكی هيواد په توګه ياد كړ او وئې وئيل: د ايران پرخلاف ګواښونه او بائيكاټونه به په قطعی توګه بې اغيزې وی او هیڅ ګټه به ونلری.
1036481