IQNA

((د سورئې د كړكيچ جيوپولیټيك جاجونه)) نومې غونډه په پيرس كښې ترسره كيدونكې ده

23:49 - June 24, 2012
د خبر لمبر: 2353525
سياسی او ټولنيزه ډله: په فرانسه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری مركز اراده لری چې د ((د سورئې د كړكيچ جيوپولیټيكل جاجونه)) په عنوان سره يوه تخصصی غونډه ترسره كړی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د راروانې پنجشنبې په ورځ يعنې د روانې چينګاښ د مياشتې په اتمه نیټه په ځائې وخت د مازدیګر په ٦ بجې د اسلامی نړۍ د مسائلو د كاپوهانو او علاقه مندانو په شتون سره په پيرس ښار كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز په ودانۍ كښې ترسره كیږی.
دغه رپورټ وائی: د بين المللی مسائلو او د مينځنی ختیځ د مسائلو دوه متخصصان «فيليپ پغو» او «ژان ميشل ورنوشه» به په نوموړې غونډه كښې د جيوپولیټك نظره د سورئې د بحران په شننه او څیړنه لاس پورې كړی. 1036304
captcha