IQNA

د خلكو له خوا د قرآن د بين المللی مقابلو هركلے، د دښمنانو دسيسې شنډوی

23:48 - June 25, 2012
د خبر لمبر: 2354366
د قرآنی فعاليتونو ډله: د ايران د البرز ولايت د اوقافو او خيريه چارو لوئې مدير څرګنده كړه: د خلكو لخوا د قرآن كريم د بين المللی سياليو د ٢٩ دورې هركلے، د شيعه مسلمانانو لپاره يو ډير ښه تبليغ ګڼل كیږی او د دښمنانو دسيسې شنډولې شی.
د ايران د البرز ولايت د اوقافو او خيريه چارو لوئې مدير حجت‌الاسلام و المسلمين بنی‌احمدی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په اعلانولو سره ووئيل: د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د ٢٩ دورې ترسره كول د نړۍ د مسلمانانو د وحدت او يووالی په لور يوه هواره لاره ده او پكار دی دغې مهمې پیښې ته پاملرنه وشی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د استكبار شيطانتونو او د ايران د اسلامی جمهوری نظام سره د بدغوښتونكو دښمنۍ ته په پام سره د دغو مقابلو ترسره كول كوې شی د اسلامی ايران سره د مسلمانو ولسونو د آشنا كيدو او هم د فرهنګونو او كلتورونو د تبادلې په لړ كښې ډيره مهمه ونډه ولری. 1037034

captcha