د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د اسلامی جمهوريت د وسله والو ځواكونو لوئې درستيز سردار تورن جنرال سيدحسن فيروزآبادی د مصر د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وروستی وضعيت په تشريح كښې څرګنده كړه: مشروعيت او جايزوالے په سياسی حكومت او يا په الهی نصبيدنه كښې دے چې په الهی دينونو پورې اړوند دے او يا مشروعيت په ډيموكراسۍ كښې ترلاسه كیږی چې هغه هم د خلكو په رائې سره ده.
دوی زياته كړه: په دينی ولسواكۍ كښې مشروعيت د خلكو په رايو او د ولايت د مقام په منلو سره دے. البته مشروعيت په اساسی قانون باندې ملا تړلے شی چې هغه اساسی قانون د خلكو په رايو سره تائيد شوے وی او د پوځی شورا اقدامات چې پخپله د مبارك لخوا ټاكل شوې ده پكار دی وپوهیږی چې هیڅ قانونی حيثيت او قانونی مشروعيت نلری.
د ايران د وسله والو ځواكونو دغه لوړ رتبه چارواكی ټينګار وكړ: د وئيلو ده چې د بحرين پاچاهی حكومت هم هیڅ ډول سياسی مشروعيت نلری او په سيمه كښې ځينی نورو مدعيان هم ورته وضعيت لری.
1037717