د سپاه نيوز له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د وسله والو ځواكونو د لوئې درستيز مرستيال سيدمسعودجزايری د سورئې په چارو كښې د پرديو او بهرنيانو د دخالت په اړه څرګنده كړه: د سورئې د دولت د پرزولو په هكله د امريكې د بهرنيو چارو د وزارت ويناوې مينځ تشې دی او د سورئې ننی حالات سورئې او د هغې مقاومت ته د ګوذار وركولو په پروژه كښې د امريكې او د هغې د انډيوالانو د ماتې بيانونكې دی.
دوی اعلان وكړ: نن سبا په پريكنده توګه څرګندولې شو چې د سورئې پرخلاف د امريكې د كودتا دوسيه د نړيوال استكبار په ناكامۍ سره بنده شوې ده. 1037375