د «Palestine Info»اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: «يعديوت آحارانوت» صهيونيسټی ورځپاڼې په دې هكله وليكل: اسرائيلو د مصر لخوا په ټولو لاس ليك شويو بين المللی معاهدو او ژمنو باندې په پابندۍ باندې د مرسی د اعتراف سره سره په دغه هيواد كښې قدرت ته د اسلام پالو له رسيدو څخه اندیښنه څرګنده كړې ده.
اسرائيلی ليكوال سمدر پری د دغې ورځپاڼې په وړومبۍ مقاله كښې د مرسی برياليتوب يو خطرناك كار بللے او صهيونزم سره د اخوان المسلمين د دښمنۍ او د حماس سره د هغوی د دوستۍ په اړه ئې خبردارے وركړ.
د صهيونسټی رژيم د پوځی چارو كارپوه «الكس فشمن» هم ووئيل: اسرائيل پكار دی د مصر سره د خپلې سولې د تړونونو په وړاندې يولړ نوی دریځونه غوره كړی او د هرې احتمالی پیښې لپاره دې چمتو شی.
په همدې لړ كښې معاريو نومې ورځپاڼې په دې بيان سره چې د اسرائيلو ويرونكے خو په مصر كښې د اخوان المسلمين په برياليتوب سره په حقيقت بدل شوے دے، خبردارے وركړ: د كيمپ ډيویډ تړون په خطر كښې دے. 1038542