IQNA

د مصر جمهوررئيس ته د احمدی نژاد د مباركۍ پيغام

23:51 - June 26, 2012
د خبر لمبر: 2355289
سياسی ډله: محموداحمدی نژاد په يو پيغام كښې د مصر د منتخب ولسمشر په توګه د محمدمُرسی د غوره كيدو په مناسبت دۀ ته مباركی ووئيله.
د ايران د جمهوری رياست د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغه پيغام متن داسې دے:
بسم الله الرحمن الرحيم
جناب ښاغلے محمدمرسی
د مصر د عربی جمهوريت منتخب جمهوررئيس
السلام عليكم و رحمته الله وبركاته
د دوست او ورور هيواد مصر د جمهوررئيس په توګه د جنابعالی د غوره كيدو مباركی وړاندې كوم.
د خپل مينځی مناسباتو په پراختيا او د دواړو ولسونو د زياتې نه زياتې دوستۍ په ټينګيدو باندې په ټينګار سره، له متعال خدای نه د جنابعالی كاميابی او برياليتوب او د مصر د ولس سرلوړتيا غواړم.
محمود احمدی‌نژاد
1038244
captcha