د العالم خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغو مثالی مراسمو كښې چې په ژوندے بڼه له زياترو عربی ژبو چينلونو څخه خپاره شول. مرسی اعلان وكړ: د خلكو سره به خپل پيوندونه په هیڅ عنوان پرې نكړم او زۀ د مصر د ټولو خلكو جمهوررئيس يم.
د مصر منتخب جمهوررئيس په دوام كښې په دې بيان سره چې د دغه هيواد د جمهوررئيس په توګه د دۀ غوره كيدل يو ستر وياړ دے، زياته كړه: التحرير چوك د آزاد مصر لپاره د يوې نوې زوكړې كتونكے وو.
دوی همداراز د مصر د انقلاب د وژل شويو كسانو په يادولو سره ووئيل: دا د شهيدانو هغه پاكه وينه وه چې د آزادۍ ونه ئې خړوب كړه.
د محمدمرسی سوګند په داسې حال كښې ترسره شو چې د دغه هيواد د انقلابيانو د ائتلاف وياند عامرالوكيل په يولړ ويناؤ كښې څرګنده كړه: د ولسمشر د سوګند مسئله اوس په يو كړكيچ باندې بدله شوې ده او دغه مسئله په حقيقت كښې يو داسې دام دے چې واكمنې پوځی شورا د مرسی لپاره چمتو كړے دے څو د هغۀ سوګند خوړل، د اساسی قانون په ستره محكمه كښې په رسميت باندې د لنډمحاله اساسی قانون د متمم د پيژندلو په معنا وګڼل شی.
الوكيل زياته كړه: دې ټكی ته په پام سره چې واكمنې پوځی شورا د منتخب ولسمشر اختيارات سلب كړی دی او هغه د خپلو دندو له ترسره كولو نه منعه كوی، د اعتراضی مظاهرو ترسره كول د پوځی شورا په وړاندې د محمدمرسی د موقعيت د پياوړی كيدو سبب كیږی او ښودنه كوی چې انقلابيان د مرسی ملاتړی دی. 1040838