IQNA

د مصر نوی ولسمشر د فلسطينی ولس د حقوقو د حمايت اعلان وكړ

8:21 - July 02, 2012
د خبر لمبر: 2358694
نړيواله ډله: دمصر نوی ولسمشر ښاغلی محمد مرسی اعلان وكړ چې مصر د فلسطين ولس سره څنګته ولاړ دی تر هغه وخته پورې چې تر څو فلسطينيانو خپل حقوقو نه وی ترلاسه كړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له ﴿Palestine info﴾ یې نقلوی چې د مصر ولسمشر محمد مرسی د قسم اخستو په مراسمو كې د خپل حكومت لخوا د ذمه واريانې د تر سره كولو باندې په ټينګار سره وويل چې مصر د فلسطين خلكو سره دی او تر څو چې فلسطينيانو خپل حقوق نه وی تر لاسه كړی تر هغه وخته پورې هغو سره يوو او مونږ به د فلسطينيانو تر منیځ د اتحاد د راوستولو لپاره خپل كوششونه جاری وساتو.
هغه ټينګار وكړ چې مونږ د يو عربی ملت د امن او سلامتی په ضد كومه خبره نه شو زغملی.
هغه زياته كړه چې د مصر ځواك ددې هيواد ساتندويه دی همدې له امله پوځيانو ته پكار دی چې هغو خپلو بيركو ته لاړ شی او د مصر د پولو حفاظت وكړی.
محمد مرسی وويل په مصر كې ټؤلنيز انصاف راوستل پكار دی چې په هيواد كې ارامښت راشی.
1041831
captcha