IQNA

په الجزاير كې د قران د حفظ قومی مقابلی روانی دی

8:22 - July 02, 2012
د خبر لمبر: 2358696
نړيواله ډله: د الجزاير د كلتوری فورم الحراء په همكارۍ سره د جون په نهه ويشتمی نیټی د قران پاك د حفظ دولسمی قومی مقابلې پيل شوی دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له الجزاير ورځ پاڼې المحور یې نقلوی چې دا ځل د دې مقابلو نوم "امام الحافظ ابوعبداللہ التلمسانی" كیښودلې شوی دی او دسړو مقابلې شورو شوی دی او د ديرشم جون نه د ښځو مقابلې هم شورو شوی دی .
د الحراء كلتور فورم مشر حسن جوانی وويل چې دا موسسه د الجزاير غير معروف عالمانو تعارف او پيژنګلو كوی ځكه دا ځل یې نوم "امام الحافظ ابوعبداللہ التلمسانی" دی.
د الحراء كلتور فورم يوه روزنيزه او ښوونيزه اداره ده چې د الجزاير په پلازمينی كې فعاليت كوی دا په ميلادی كال 1989 كې جوړه شوه او تر اوسه پورې یې يو ځلې د قران مقابلې تر سره كړی دی.
1041136
captcha