د انديشې او تفكر ډله: د ايران د علميه حوزو د بين المللی چارو مرستيال څرګنده كړه: د قرآن كريم مباركو آيتونو ته په يوې كتنې سره پوهیږو چې د حضرت مهمدی(عج) د ظهور انتظار په نړۍ كښې د اسلامی بيدارۍ له انتظاره پرته بل څه نه دی، هغه حضرت د ټول بشريت بيدارونكے دے او منتظرانو ته پكار دی چې د بشريت د بيدارۍ سريزه چمتو كړی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران په علميه حوزو كښې د بين المللی چارو مرستيال حجتالاسلام محمدحسن زمانی د مهدويت د ډكټرين د اتم بين المللی كانفرنس په خبری ناسته كښې چې نن د دغه كانفرنس د منشی حجتالاسلام و المسلمين سيدمسعود پورسيدآقايی او د رسنيو د يوشمير خاوندانو په شتون سره ترسره شوه، د دغه كانفرنس د بين المللی برخې او د مهدويت او د اسلامی بيدارۍ د ارتباط په هكله يولړ ويناوې وكړې.
دوی د خپلو ويناو په پيل كښې د قرآن كريم په يو شمير مباركو آيتونو باندې په استناد سره د مهدويت د موضوع او د اسلامی بيدارۍ د اړيكې په بيانولو لاس پورې كړ او څرګنده ئې كړه: د قرآن كريم مباركو آيتونو ته په يوې كتنې سره پوهیږو چې د حضرت مهمدی(عج) د ظهور انتظار په نړۍ كښې د اسلامی بيدارۍ له انتظاره پرته بل څه نه دی، هغه حضرت د ټول بشريت بيدارونكے دے او منتظرانو ته پكار دی چې د بشريت د بيدارۍ سريزه چمتو كړی. 1043205