د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: د جارجيا د ايليا نومی دولتی پوهنتون د ختیځ پيژندنې د انسټیټيوټ رئيس (ګيورګی ساناكيدزه) په هغه غونډه كښې چې په تفليس كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د سفارت د كلتوری سلاكار او د ((ايران او اوراسيا يا ايراس)) د مطالعاتو د مؤسسې نه د لیږل شويو محققانو په ټول كښې د دغې مؤسسې په ځائې كښې ترسره شوه، ووئيل: د ايران پيژندنې مطالعات په دغه انسټیټيوټ كښې تل يو ځانګړے موقعيت لری.
دۀ په داخل او خارج كښې د جارجيا د ختیځ پيژندنې د انسټیټيوټ د علمی موقعيت او همداراز د هغه د پراخو فعاليتونوپه تشريح كولو سره زياته كړه: د ايران پيژندنې د مطالعاتو او تحقيقاتو د اهميت په دليل دغه انسټیټيوت د ايران د سفارتخانې او كلتوری مركز سره دوامداره رابطه لری او همداشان ئې په ايران كښې د علمی او كلتوری مركزونو او مؤسسو سره پريمانه همكارۍ لر لې دی. 1042789