IQNA

سوريه د نيواكګر په وړاندې د مقاومت قيمت ادا كوی

20:27 - July 05, 2012
د خبر لمبر: 2361580
سياسی ډله: د ايران د ملی امنيت د عالی شورا منشی د صهيونيسټی رژيم او د قدس شريف د نيواكګرو په وړاندې د سورئې د خلكو او حكومت د مقاومت مخينو ته په اشارې سره ټينګار وكړ: په اوس حال كښې سوريه د نيواكګرو په وړاندې د مقاومت او دريدنې تاوان وركوی.
د اسلامی ايران د ملی امنيت د عالی شورا منشی د صهيونيسټی رژيم او د قدس شريف د نيواكګر رژيم په وړاندې د سورئې د خلكو او دولت د مقاومت مخينو ته په اشارې سره ټينګار وكړ چې سوريه په وروستۍ دوره كښې د مقاومت اساسی چورليز وو او حتی هغه هيوادونه چې په تيرو كلونو كښې د نيواكګرو په وړاندې غلی ناست وو هم اعتراف كوی چې د فلسطين د مبارزو لاسته راوړنې د سوریې د ملاتړ او حمايت احسان منې دی. له دې رويه طبيعی خبره ده چې لويدیځی او امريكائی دولتونه هڅه وكړی چې د سورئې د ولس او حكومت نه خپله بدله واخلی او په دې وجه سوريه په حاضر حال كښې د نيواكګر په وړاندې د مقاومت او دريدنې لګښت او قيمت وركوی.
د ايران د ملی امنيت په عالی شوری كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر استازی همداراز په سوريه كښې له ورانونكو او ترهګرانه تحركاتو څخه د سيمې د ځينو دولتونو ملاتړ ته په اشارې سره ووئيل: د سيمې خلك ښه پوهیږی چې هغه كسان چې په خپل هيواد كښې حتی يو ځل د انتخاباتو د ترسره كولو مخينه نلری، په نورو هيوادونو كښې د ډيموكراسۍ مدعی نه شی كيدې.
جليلی په دوام كښې څرګنده كړه: په عين حال كښې چې د سورئې ولس د داسې اصلاحاتو غوښتنه كوی چې د هغوی سره د خپل سياسی برخليك او راتلونكی په انځورولو كښې مرسته وكړی، په هیڅ وجه په خپل هيواد كښې د پرديو لاسوهنه نه خوښوی او ترهګرانه كړچارونه نه زغمی.
د ايران د ملی امنيت د عالی شورا منشی ټينګار وكړ: په سوريه كښې اصلاحات پكار دی د ملی ارادې، نوښت او سيمبول په اساس وی او د دغه هيواد د خلكو د مختلفو پرګنو په ګډون سره وی.
په دغه كتنه كښې همداراز د سورئې د پارليمان نوی رئيس محمدجهاداللحام د خپل هيواد سياسی او ټولنيز وضعيت ته په اشارې سره ووئيل: په اوس حال كښې د سورئې حالات د هغو ادعاو پرخلاف دی چې د لويدیځو كيمپونو سره ملګرې رسنۍ ئې تبليغوی.
د سورئې د پارليمان رئيس د ايران د اسلامی جمهوريت له دریځونو څخه په مننې سره ټينګار وكړ: د مخالفو هيوادونو د كوششونو او سرمايه ګذاريو سره سره به د سورئې دولت او ولس په ملی توان باندې په ملاتړلو سره اوسنۍ پړاؤ تير كړی او د مقاومت د جبهې لپاره به همدغه شان يو سټراټيجيك متحد پاتې شی. 1044741

captcha