د «moqawama» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: حزب الله د بحرين په حمد نومی ښار كښې په دغه ګوند پورې د اړوندو چاودونكو موادو د موندلو په هكله د آل خليفه د رژيم د چارواكو د ادعاوو په غندلو سره د خلكو پرخلاف د دغه رژيم د پليدو افكارو په اړه خبردارے وركړ.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی: د لبنان حزب الله د بحرين د پلازمينې منامې او د دغه هيواد د نورو ښارونو په ناآراميو كښې د لبنان د اسلامی مقاومت د غورځنګ د لاسلرنې په هكله د بحرينی چارواكو څرګندونې ردوی او اعلان كوی چې دا ډول څرګندونې د بحرين د خلكو د سوله ايز پاڅون د ځپلو لپاره د آل خليفه د چارواكو د پليد نيت ښودنه كوی.
د دغې بيانیې په پائې كښې څرګندونه شوې ده: د لبنان حزب الله د خپلو حقوقو د ترلاسه كولو لپاره د بحرين د خلكو د سوله ايز پاڅون څخه تل خپل ملاتړ اعلان كړے دے او له دغه كاره لاس هم نه اخلی. 1046056