IQNA

په مراكش كښې د روژې په مباركه مياشت كښې ٢٤ نوی جوماتونه پرانستل كیږی

22:18 - July 06, 2012
د خبر لمبر: 2362021
بين المللی ډله: د مراكش د اوقافو او د اسلامی چارو وزارت اعلان وكړ چې د سږكال د روژې د مباركې مياشتې له پيل څخه به د دغه هيواد په مختلفو ښارونو كښې ٢٤نوی جوماتونه خپل كار پيل كړی.
د «ajib» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د مراكش د اسلامی چارو او اوقافو وزارت د يوې بيانیې په صادرولو سره اعلان وكړ: د سږ كال د روژې په مياشت كښې به د مراكش مسلمانانو ته د ښه خدمت رسولو په موخه به د سږ كال د روژې په مياشت كښې د دغه هيواد د جوماتونو په شمير كښې ٢٤ جوماتونه زيات شی چې په دغو جوماتونو كښې ١٨ جوماتونه په وړومبی ځل پرانستل كیږی او شپږ نور مسجدونه هم بيا جوړ كړې شوی دی چې د كلونو كلونو بند پاتې كيدو نه پس به خپل ورونه د لمونځ كونكو پرمخ خلاص كړی.
د وئيلو ده چې د تيركال د روژې په مياشت كښې هم په دغه هيواد كښې ١١ نوی جوماتونه افتتاح شول. 1045970

captcha